طالبان د حکومت کولو جوګه نه دي
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح وویل طالبان به هیڅکله په افغانستان باندې د کنټرول او د حکومت کولو جوګه نه وي .
هغه نن وویل همدا اوس د افغانستان د بیلابیلو قومونو ترمینځ د وحدت د بڼه د خپلیدا لپاره تاریخي فرصت رامینځته شوی دی .
امرالله صالح وویل د امنیتي ځواکونو په تیره بیا د کومانډوګانو د استولو لپاره د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خلکو غوښتنه د افغانستان د قانوني ادارو د توانمنیو او د قانون د واکمنۍ ښودنه کوي .
دا په داسې حال کښې دي چې له تیرو څو میاشتو راهسې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو باندې حملې زیاتې کړي دي تر دې چې تراوسه یې څلویښت(۴۰) ولسوالیانې نیولي هم دي .
د طالبانو د حملو له زیاتیدا سره په یووخت په ټول افغانستان کښې ولسي بسیج ځواکونه هم جوړ شوي دي .