په بګرام اډې باندې د طالبانو برید په شا تمبول شوی
Jul 05, 2021 00:35 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو د بګرام له هوايي اډې د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته تیره شپه په دغه اډې برید وکړ خو د خلکو او د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته شاتګ ته مجبوره شول .
د بګرام ولسوالۍ د پولیسو قومندان« شایق سنجني» وویل طالبانو تیره شپه له کاپیسا ولایت په بګرام ولسوالۍ حمله وکړه .
هغه وویل په دغه نښته کښې یو (۱)طالب وژل شوی او یو(۱) بل ژوبل شوی خو حکومتي عسکرو ته هیڅ تاوان او مرګ ژوبله نه ده اوښتي .
د امریکا عسکر له شلو (۲۰) کلونو وروسته په تیرې جمعې ورځ د بګرام له هوايي اډې ووتل او دغه اډه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وروسپارله .
دا د امریکا د پوځیانو له وتلو وروسته په بګرام اډې د طالبانو لومړۍ حمله ده .
ټیګونه