تاجکستان افغانستان سره پر پوله شل زره سرتیري ځای پرځای کوي
Jul 06, 2021 08:57 Asia/Kabul
د افغانستان په شمال کې د جګړو له زیاتېدو وروسته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن امر کړی چې شل زره پوځیان دې د افغانستان د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شي.
د تاجکستان د جمهوري ریاست د وېب پاڼې له مخې امامعلي رحمان د امنیتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چي له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې دې هر اړخیز تدابیر ونیسي او د تاجیکستان امنیت دې ډاډمن کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون په کابل کې د تاجیکستان له سفیر سعدي شریفي سره کتلي دي.
د دې ناستې جزییات نه دي رسنیز شوي.
وړمه ورځ هم د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او د افغانستان په روان امنیتي وضعیت یې اندېښنه ښودلې.
ټیګونه