هندوستان دي دافغانستان په چارو کې له ګوت وهنې ډډه وکړي
باید د تاؤتریخوالو او اړۍ ګړۍ دزیاتولو لپاره نه ،بلکې دسیمې دسولې او امنیت دټینګیدا لپاره ټول هڅه وکړو؟
د افغانستان د سولې په خبرواترو کې د طالبانو دمرکچي ټيم یوه مسئول مقام سهیل شاهین دې ته په اشارې سره چې هندوستان دې دافغان حکومت له ملاتړه لاس په سر شي ، وئيلي دي هندیان طالبانو ته په غلیمانه ، توپیرناک اویواړخیز نظر کوي ،چې باید دوي دې د افغانستان په مسئلو کې بې پلوه پاتې شي ګني نو پایلې به ئې وویني . داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په همداوروستیو کې دافغانستان په چارو کې دهندوستان په کرغیړنو کړنو په سختو نیوکو سره د افغانستان په راتلونکي کې ترټولو اصلی بایلونکی هندوستان بلی او وئيلي ئې دي ،باید د تاؤتریخوالو او اړۍ ګړۍ دزیاتولو لپاره نه ،بلکې دسیمې دسولې او امنیت دټینګیدا لپاره ټول هڅه وکړو؟