د بادغیس په مرکز د طالبانو د برید مخه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102708-د_بادغیس_په_مرکز_د_طالبانو_د_برید_مخه_ونیول_شوه
که څه هم د افغانستان د بادغیس ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو د طالبانو له لوري د دغه ولایت «قلعه نو» ښار ته د ننوتلو خبر ورکړے و، خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه یې نیولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • د بادغیس په مرکز د طالبانو د برید مخه ونیول شوه

که څه هم د افغانستان د بادغیس ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو د طالبانو له لوري د دغه ولایت «قلعه نو» ښار ته د ننوتلو خبر ورکړے و، خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه یې نیولې ده.

له دغه وزارت څخه په خپره په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي، افغان سرتېري د خلقو له ځان او مال څخه ساتنه کوي او همدا اوس د بادغیس ولایت په مرکز کښې ځاے پر ځاے شوي دي.

د یاد ولایت والي حسام الدین شمس هم وایي چې د ځانګړو سرتېرو له خوا د طالبانو د برید مخه نیول شوې او ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د بادغیس ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په  يووالي سره به د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې طالبان د دغه ښار مرکز ته دننه شوي او پر زندان یې برید کړے دے.

طالبانو بیا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي، خو په یاد ولایت کښې یې د ځینو عسکرو د تسلیمېدو خبر ورکړے دے.