قلعه نو ښار يو شمېر برخې له طالب ځواکونو خالي کړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102732-قلعه_نو_ښار_يو_شمېر_برخې_له_طالب_ځواکونو_خالي_کړې_شوې
د وروستيو رپوټونو له مخې د افغان ځواکونو په عملياتو کښې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار يو شمېر برخې د طالب ځواکونو له وجوده خالي کړې شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 01:23 Asia/Kabul
  • قلعه نو ښار يو شمېر برخې له طالب ځواکونو خالي کړې شوې

د وروستيو رپوټونو له مخې د افغان ځواکونو په عملياتو کښې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار يو شمېر برخې د طالب ځواکونو له وجوده خالي کړې شوې.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ هل مخې پرون د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښار باندې د طالب ځواکونو له حملې د څو حکومتي مرکزونو له نيول کېدو او د دغه ولايت له بند څخه د بنديانو  له آزادېدو وروسته د افغانستان د دفاع وزارت د طالب ځواکونو له وجوده د قلعه نو ښار د حکومتي مرکزونو د خالي کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت زياته کړه، افغان فوځي ځواکونو د والي دفتر، د پوليسو د قوماندانۍ او ملي امنيت مرکزونه او د بادغيس مرکزي بند د طالب ځواکونو له وجوده خالي کړل.

دافغانستان د دفاع وزارت د دې په بيانولو سره چې په دغو عملياتو کښې يې طالب ډلې ته يې درانه سرتاوانونه رسولي دي زياته کړه، طالبان له قلعه نو ښار څخه د تېښتې په حال کښې دي او ډېر زر به دغه ښار په بشپړه توګه له طالب ځواکونو خالي کړې شي.

د افغان ولسمشر وړومبي مرستيال امرالله صالح هم په سوشل مېډيا کښې په خپل يو پېغام کښې له نړيوال سرۀ صليب څخه غوښتي دي چې د پاکستان د کوئټې له شورا سره په غږملتيا کښې دې له قلعه نو ښار څخه د طالبانو د مړو د منتقلولو لپاره اقدام وکړي. افغان حکومت تل وائي چې د طالب ډلې قوماندانان په پاکستان کښې ژوند کوي.