افغان عسکر له تاجېکستانه خپل هېواد ته ستانۀ شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102734-افغان_عسکر_له_تاجېکستانه_خپل_هېواد_ته_ستانۀ_شول
۲۳۰۰ افغان عسکر چې د جنګ د سختۍ له کبله يې تاجېکستان ته پناه وړې وه افغانستان ته ستانه کړې شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 01:38 Asia/Kabul
  • افغان عسکر له تاجېکستانه خپل هېواد ته ستانۀ شول

۲۳۰۰ افغان عسکر چې د جنګ د سختۍ له کبله يې تاجېکستان ته پناه وړې وه افغانستان ته ستانه کړې شول.

د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا صلاحکار حمدا... محب وائي دغه ۲۳۰۰ افغان عسکر چې په بدخشان کښې له طالب ځواکونو سره د جنګ د سختېدو له کبله تاجېکستان ته پناه وړې وه بيا له افغان ځواکونو سره يوځاے شول.

د افغانستان په ولسي  جرګه کښې د بدخشان ولايت استازيو هم وويل چې د بدخشان له ۲۷ ولسواليو  څخه يوازې کران او منجان ولسوالي د حکومت په لاسو کښې ده باقي ۲۶ ولسوالۍ د طالب ډلې په قبضه کښې دي.