طالبانو د غزني ولایت ناهور ولسوالۍ نه ده نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102738-طالبانو_د_غزني_ولایت_ناهور_ولسوالۍ_نه_ده_نیولي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په غزني ولایت کښې د ناهور ولسوالۍ نسکوریدل دروغ دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 06:01 Asia/Kabul
  • طالبانو د غزني ولایت ناهور ولسوالۍ نه ده نیولي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په غزني ولایت کښې د ناهور ولسوالۍ نسکوریدل دروغ دي .

په غزني ولایت کښې د ناهور ولسوالۍ د نسکوریدا په هکله د اوازو له خپریدا وروسته د غزني د ولایت شورا مشر نصیر احمد فقیري د دغه ولسوالۍ نسکوریدل رد کړل او نوموړي ولسوالۍ ته یې د  نویو حکومتي  ځواکونو د رسیدا خبر ورکړ .

هغه د ناهور ولسوالۍ د نسکوریدا په هکله وویل دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته نه ده ورغلي او ولسوالۍ ته نوي کمکي ځواکونه استول شوي دي .

د غزني ولایت ناهور ولسوالۍ د دغه ولایت ترټولومهمه ولسوالۍ ده او زیات نفوس لري او په تیره کلونو کښې تل په دغو سیمو کښې امنیت ټینګ و خو طالبانو په تیرو څو ورځو کښې د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره خوځښتونه پیل کړي دي .