د افغانستان دکنډوالو اووینې بهیدا طالبان اوپاکستان مسئول دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102796-د_افغانستان_دکنډوالو_اووینې_بهیدا_طالبان_اوپاکستان_مسئول_دي
داسې  حال کې دي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پشمول  درستو سیاسی او پوځی چارواکو په کرتو وئيلی دي ، افغانان باید پخپلو کې سره کیني او  خپل مینځی شخړې په جنګ جګړو سره نه ،بلکې په سیاسی حل لارې  سره  هوارې کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2021 08:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان دکنډوالو اووینې بهیدا طالبان اوپاکستان مسئول دي

داسې  حال کې دي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پشمول  درستو سیاسی او پوځی چارواکو په کرتو وئيلی دي ، افغانان باید پخپلو کې سره کیني او  خپل مینځی شخړې په جنګ جګړو سره نه ،بلکې په سیاسی حل لارې  سره  هوارې کړي .

روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان ولسمشر  اشرف غني  په همداوروستیو کې یو ځل بیا  وئيلی دي ، له افغانستانه  دبهرنیو عسکرو له وتلو  مخکې  مو هم وئیلی  چې  طالبان او پاکستان باید  دمونږ په وړاندې خپل  دریځ  روښانه کړي  او  ومو لیدل چې دوي دجنګ ټاکنې ته مخه کړه او  او مونږ باید د دوي په وړاندې مقاومت  وکړو .

 اشرف غني زیاته کړې ده ، دطالبانو دلې او دهغو د ملاتړو په وړاندې دریدا د قرآن حکم دی او  مونږ مجبوره یوو  له خپلې خاورې دفاع وکړو .

 دافغانستان ولسمشر  جوته کړې ده ، پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی دی او نه غواړي ،  دغه ډله دخبرواترو میز ته حاضره شي .

 دا په داسې  حال کې دي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پشمول  درستو سیاسی او پوځی چارواکو په کرتو وئيلی دي ، افغانان باید پخپلو کې سره کیني او  خپل مینځی شخړې په جنګ جګړو سره نه ،بلکې په سیاسی حل لارې  سره  هوارې کړي .

 طالبانو ډلې  له افغانستانه د امریکائی ترهه ګرو عسکرو  د وتلو په باب د واشنګټن  له فیصلې سره په یووخت   او د افغانانو ترمینځ د سولې دخبرواترو په دریدا پسې    د  افغانستان د زیاتره برخې ترکنټرول لاندې د راوستو هلې ځلې پیل کړي چې تر دې دمه ئې  زیاتې سیمې هم تر پښولاندې کړي دي .