طالبانو د اوربند لپاره چمتووالی اعلان کړی دی
اناتولي خبري اژانس وايي طالبانو د اوربند د ټینګولو په هدف سره له حکومت سره د خبرو اترو لپاره چمتو والی اعلان کړ .
د افغانستان د طالبانو ډلې استازیو وویل د قطر د خبرواترو د نتیجې د ورکولو په بڼه کښې مونږ خپلې حملې بندوو .
طالبانو وویل زمونږ هدف په افغانستان کښې په کامل ډول د واک غصبول نه دي او مونږ د هیواد د ولایتونو په مرکزونو باندې د حملې د نه کولو په هکله له امریکا سره کومه ژمنه نه ده کړي .
روسیې ته د طالبانو د استول شوي پلاوي یوه(۱) غړي سهیل شاهین په ټویټر پیغام کښې وویل د افغانستان هغه ټول سرحدونه چې همدا اوس د دغه ډلې په کنټرول کښې دي خلاص دی او خلاص به وي او مونږ به په سفارتونو ، کنسولګریو ، غیر حکومتي موسسو او د هغوې په کارکونکو باندې حملې ونکړو.
د طالبانو چارواکو ادعا کړي ده چې د افغانستان پینځه اتیا (۸۵) فیصده خاوره د دوې په لاس کښې ده .