استرالیا وایي وروستی ځواکونه یې هم له افغانستان ووت
Jul 12, 2021 02:12 Asia/Kabul
د استرالیا ددفاع وزیر رسنیو ته ویلي چې په وروستیو اونیو کې یې په افغانستان کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد او خپل وروستی ځواکونه یې هم له دغه هېواد ایستلی دی.
د اسټرالیا د دفاع وزیر پیټر دوتون وویل: په افغانستان کې یې په وروستیو اونیو کې ټولټال اتیا سرتېري وو چې د سفارت او ديپلوماتیک ماموریت ساتنه یې کوله خو اوس دغه ډله له افغانستان وتلې ده.
هغه زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې شاوخوا ۳۶ زره اسټرالیایي ځواکونه په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.
استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د هغو سرتېرو له ډلو وو چې جنګي جنایتونه ترسره کړي.
استرالیا بیا څو میاشتې مخکې په کابل کې د خپل سفارت د تړلو خبر ورکړی و.
ټیګونه