د افغانستان ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته رسیدلی
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د شمال سیمو په امنیتي حالاتو باندې د غور لپاره نن د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته ورغی . د افغانستان د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وویل له ولسمشر اشرف غني سره بلخ ولایت ته په سفر کښې د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح ملګرتیا کوي او د دغه سفر هدف د هیواد د شمال په امنیتي حالت باندې غور کول دي .
له دغه سفر سره په یوخت د تیرې شپې له دولس (۱۲) بجو راهسې د مزار شریف ښار دننه ټولې لارې تړل شوي او دغه چارې د ښار وسیدونکي له مشکلاتو سره مخ کړي دي .
د اوا خبري اژانس خبریال په مزار شریف ښار کښې له یوشمیر ښاریزو سره چې پیاده خپلو کارونو ته روان وو مرکې کړي دي او هغوې شکایت کاوه چې د هر لوړرتبه چارواکي په راتلو سره دوې مجبوره دي تر ساعتونو پورې په ګرمې هوا کښې پلي لاړ شي او ناوخته خپلو کارونو ته ورسیږي .
مزارشریف ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دغه سفر په داسې حال کښې دی چې د شمال ولایتونو اکثره ولسوالیانې طالبانو ته ورسپارل شوي دي .
د افغانستان په شمال کښې د بلخ ولایت ځینې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي .