د افغانستان د عسکرو په وسلو سمبالول به دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102976-د_افغانستان_د_عسکرو_په_وسلو_سمبالول_به_دوام_ولري
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې نن سهار بلخ ولایت ته تللی په امنیتي غونډې کښې وویل د هیواد د پوځ او د پولیسو د ځواکونو په وسلو د سمبالولو لپاره نړیوالې ژمنې پر خپل ځای ولاړې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2021 08:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان د عسکرو په وسلو سمبالول به دوام ولري

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې نن سهار بلخ ولایت ته تللی په امنیتي غونډې کښې وویل د هیواد د پوځ او د پولیسو د ځواکونو په وسلو د سمبالولو لپاره نړیوالې ژمنې پر خپل ځای ولاړې دي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په بلخ ولایت کښې په ننۍ امنیتي غونډې کښې د طالبانو د حملو  له زیاتیدا وروسته د سیمې په امینتي حالاتو باندې غور کولو سره وویل د هیواد د دفاعي او د امنیتي ځواکونو په وسلو د سمبالولو په لړ کښې نړیوالې ژمنې اوس هم  په خپل ځاې دي او ځايي چارواکي او  ښاریز د حکومت له بشپړه ملاتړه برخور دي .

بلخ ولایت ته د افغانستان د ولسمشر سفر په داسې حال کښې دی چې په له تیرو څو ورځو راهسې په شمالي سیمو کښې د طالبانو او د حکومتي عسکرو ترمینځ جنګونه زیات شوي دي .

په یوې (۱) میاشت کښې د بلخ ولایت څو ولسوالیانې او د شمال ځینې ولایتونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي .

له بلې خوا د افغانستان په شمال کښې ناامنیانې سبب شوي دي چې په مزارشریف ښار کښې  د ترکیې  د ایران د هندوستان د پاکستان او د روسیې په شمول د ځینو هیوادونو د کنسولګریو فعالیتونه بند شي .