په افغانستان کې د سلو برتانوي ځواکونو پاته کېدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103028-په_افغانستان_کې_د_سلو_برتانوي_ځواکونو_پاته_کېدا
په داسي حال کې چي د برتانیې لومړي وزیر تېره اونۍ کې له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو د وتلو بشپړه کېدو اعلان وکړ لیکن د برتانیې ځینو رسنیو په افغانستان کې د ۱۰۰ برتانوي ځواکونو د پاته کېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2021 12:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د سلو برتانوي ځواکونو پاته کېدا

په داسي حال کې چي د برتانیې لومړي وزیر تېره اونۍ کې له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو د وتلو بشپړه کېدو اعلان وکړ لیکن د برتانیې ځینو رسنیو په افغانستان کې د ۱۰۰ برتانوي ځواکونو د پاته کېدو خبر ورکوي.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې دغه ځواکونه به د امریکایي شااوخوا ۶۵۰ سرتیرو په ګډون د هغو بهرنیو ځواکونو یوه برخه وي چې په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو د نژدې شل کلن ماموریت تر پایته رسېدو وروسته د سفارتونو او ډیپلوماتانو د امنیت د خوندي کېدو په هدف د یوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتېږي.

طالبانو چې په افغانستان کې د بهرنیانو د پوځي حضور له دوام سره مخالفت څرګند کړی.

دغه ډله په یوه بیانیه کې د کابل په هوایي ډګر کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبرداری ورکړ چي که ترکیه خپله پرېکړه بدله نه کړي هغه به د اشغال دوام وبولي او په وړاندې به یې مبارزه وکړي.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د برتانیې په پوځي ماموریت کې د دې هېواد شااوخوا ۱۵۰ زره پوځیانو برخه اخیستې او ۴۵۷ یې وژل شوي دي.