ناپېژانده وسله والو د افغانستان په کاپیسا کې یو دیني عالم وواژه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103036-ناپېژانده_وسله_والو_د_افغانستان_په_کاپیسا_کې_یو_دیني_عالم_وواژه
په افغانستان کې د کاپیسا په ولایت کې پولیس وایي چي یو وتلی دیني عالم د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو په حق ورسیده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2021 13:09 Asia/Kabul
  • ناپېژانده وسله والو د افغانستان په کاپیسا کې یو دیني عالم وواژه

په افغانستان کې د کاپیسا په ولایت کې پولیس وایي چي یو وتلی دیني عالم د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو په حق ورسیده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش افغان رسنیو ته وویل چې د امام اعظم د دارالعلوم او مدرسې استاد او د کاپیسا د کوهستان د دوهمې حصې د ولسوالۍ د ظفرخېلو امام نن سهار وختي جومات ته روان و چې پر لاره، وسله والو کسانو برید پرې وکړ او په شهادت یې ورساوه.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په افغانستان کې د وتلي عالمانو د وژلو بهیر د کلونو راهیسي دوام موندلی او اکثره د مسلمانانو تر مینځ د وحدت پلویان او د امریکایانو مخالف علما په نښه کیږي.