بادغیس ولایت کښې د حکومت او طالبانو ترمینځ اوربند وشه
د افغانستان په بادغیس ولایت کښې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمینځ نښتې د اوربند په ټینګیدو سره بندې شوې.
د افغانستان په شمال لویدیځ کښې د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې د دغه ولایت د قامي مشرانو په مینځګړیتوب سره له پرون ماسپښین څخه د ولایت په مرکز قلعه نو ښار کښې د افغان پوځیانو او طالب وسله والو ترمینځ نښتې اودریدلې دي.
د دغه اوربند د ختمیدو نیټه لا نه ده اعلان شوې خو ځیني رپورټونه وايي چې اوربند به د لوې اختر تر څلورمې ورځې دوام وکړي.
په قلعه نو ښار کښې له تیرو اتو ورځو راهیسې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو او د طالب ډلې د کسانو ترمینځ سختې نښتې وشوې چې په کښې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په عین حال کښې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړي او د اداري اصلاحاتو د کمیشن مشر نادر نادري پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبانو د درې میاشتني اوربند یوه طرحه چمتو کړې ده خو په بدل کښې یې د افغانستان د حکومت له خوا د خپلو اوو زرو بندیانو آزادي غواړي.
هغه زیاته کړه: د طالبانو دویم شرط دا دی چې د دغې ډلې د مشرانو نومونه هم د ملګرو ملتو له تور لیسټه ووځي.