چخانسور ولسوالي د طالبانو له منګولو خلاصه شوه
Jul 16, 2021 03:13 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان په سویل کښې چخانسور ولسوالي حکومتي ځواکونو د طالبانو د یوې اونۍ له نیواک وروسته آزاده کړه.
د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاندوي فواد امان وویل چې د دغه هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو پرون د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالي د طالب ډلې له نیواکه خلاصه کړه او دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
هغه زیاته کړه چې د دغې ولسوالۍ د آزادولو په دوران کښې د طالبانو ډیرې وسلې او ګاډي د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
له بلې خوا طالبانو ویلي چې د دغې ډلې کسانو په تیرو دوو میاشتو کښې د افغانستان کابو دوه سوه ولسوالۍ د حکومت له لاسه ایستي او نیولې یې دي.
خو د افغانستان د حکومت د اداري اصلاحاتو د کمیشن مشر نادر نادري بیا د طالب ډلې په لاس د افغانستان د ۱۱۶ ولسوالیو د سقوط خبر تایید کړی دی.
ټیګونه