چین یوځل بیا افغان حکومت سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103118-چین_یوځل_بیا_افغان_حکومت_سره_د_هر_اړخیزې_مرستې_ډاډ_ورکړ
د شي جين پېنګ په خبره چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړی دی او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2021 03:06 Asia/Kabul
  •  چین یوځل بیا افغان حکومت سره د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ

د شي جين پېنګ په خبره چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړی دی او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

چین یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی دی.

 

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني د چين له ولسمشر شي جین پنګ سره په تلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

 

چین په دې اړیکه کې ویلي، چې هېواد یې په ټوله معنی د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد په سوله او امنیت کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

د شي جين پېنګ په خبره چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړی دی او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

 

هغه همدا راز له ولسمشر غني سره ژمنه وکړه، چې د کورونا یو ملیون دوزه نور واکسین به هم افغانستان ته لېږي.

 

د ارګ خبرپاڼه وایي، چې ولسمشر غني هم په دې تلیفوني خبروکې د سولې له پروسې سره د چین مرسته اړینه بللې ده او هغه یې د افغانستان ښه ګاونډی هېواد بللی دی.

 

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې ولسمشرغني تېره شپه ناوخته ازبکستان ته له دوه ورځني سفره کابل ته را ورسېد.