طالبانو د خبرو له لارې د مشکلاتو حل ته ګروهنه ښودلي
زمونږ خبریال وايي طالبانو د لوی اختر په مناسبت پیغام کښې د خبرو اترو له لارې د افغانستان د مشکلاتو او مسائیلو حل کولو ته ګروهنه څرګنده کړه .
د طالبانو ډلې مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کښې وویل له بده مرغه مقابل لوری یعني د افغانستان حکومت فرصتونه له لاسه ورکوي او ښه خبره دا چې په خارجيانو باندې د تکیې کولو پرځاې مونږ په خپله مشکلات حل کړو او هیواد له اوسني حالته وژغورو .
ملاهیبت الله اخوندزاره له افغانستانه د امریکا د عسکرو د وتلو د هرکلي په ترڅ کښې وویل طالبان د سولې د تامینولو لپاره د هر فرصت هرکلی کوي .
د طالبانو مشر ملا هیت الله اخوند زاده د سولې په خبرو کښې پرمختګ ته په اشارې سره وویل مونږ د خبرو اترو د پرمختګ لپاره په قطر کښې خپل سیاسي دفتر پرانیستلی دی او د خبرو اترو لپاره مو کارنده ټیم هم ټاکلی دی .