د افغانستان عسکرو له طالبانو ډیرې سیمې ازادې کړې
Jul 18, 2021 11:01 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو ډلې د اولسو (۱۷) ولسوالیو د بیرته نیولو خبر ورکړ .
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل په سمنګان او بلخ ولایتونو کښې ډيرې سیمې د طالبانو له وجود څخه پاکې شوي دي .
امان ټینګار وکړ چې طالبانو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار باندې په حملې کښې سخته ماتي خوړلي ده او دغه ډلې ته یې زیاتې مرګ ژوبلې اړولي دي .
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل د شبرغان ښار په خوا کښې د طالبانو یواتیا (۸۱) مړي د جنګ په ډګر کښې پراته دي او ځینو سرچینو هم په جوزجان ولایت کښې د طالبانو د یوه (۱) قومندان د وژل کیدا خبر ورکړی .
ټیګونه