طالبان په سمنګان ولایت کښې خلک په زور خپلو لیکو کښې شاملوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103200-طالبان_په_سمنګان_ولایت_کښې_خلک_په_زور_خپلو_لیکو_کښې_شاملوي
طالبان د افغانستان د سمنګان ولایت له نیولو وروسته ځايي خلک په زور او اجبار سره په خپلو لیکو کښې شاملوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 02:47 Asia/Kabul
  • طالبان په سمنګان ولایت کښې خلک په زور خپلو لیکو کښې شاملوي

طالبان د افغانستان د سمنګان ولایت له نیولو وروسته ځايي خلک په زور او اجبار سره په خپلو لیکو کښې شاملوي.

طالبان د افغانستان د سمنګان ولایت له نیولو وروسته ځايي خلک په زور او اجبار سره په خپلو لیکو کښې شاملوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وویل چې طالبانو په فیروزنخچیر او کوزې دره صوف ولسوالۍ کښې ځايي چارواکو ته امر کړی چې له هر کلي څخه لس تنه ځوانان په جنګ کښې د ګډون لپاره دغې ډلې ته ورکړي.

طالبانو ګواښ کړی چې که دغه حکم ونه منل شي نو د سیمې ځوانان به ونیسي او په زوره به یې جګړې ته ولیږي. له دغه ګواښ وروسته د سیمې خلکو خپل اولادونه د افغانستان نورو سیمو ته استولي دي.

سروري د طالبانو د دغه کار وجه، د هیواد د شمال په نښتو کښې د دغې ډلې د وسله والو پراخه مړینه بللې ده.

هغه هم داشان د طالبانو له خوا د سمنګان په لویو لارو کښې ماینونو ښخولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په دې ولایت کښې د خوراکي توکو بیې هم د طالبانو له ورتګ وروسته ډیرې زیاتې شوې دي.