د پنځو زرو طالب بندیانو خلاصول تیروتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103244-د_پنځو_زرو_طالب_بندیانو_خلاصول_تیروتنه_وه
د افغانستان ولسمشر په کابل باندې د راکټي بریدونو په غندولو سره، د طالب ډلې د کابو پنځو زرو قیدیانو آزادول غلطي وبلله.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 20, 2021 07:45 Asia/Kabul
  • د پنځو زرو طالب بندیانو خلاصول تیروتنه وه

د افغانستان ولسمشر په کابل باندې د راکټي بریدونو په غندولو سره، د طالب ډلې د کابو پنځو زرو قیدیانو آزادول غلطي وبلله.

د افغانستان ولسمشر په کابل باندې د راکټي بریدونو په غندولو سره، د طالب ډلې د کابو پنځو زرو قیدیانو آزادول غلطي وبلله.

محمد اشرف غني نن د لوې اختر په لمانځه کښې په خپلې وینا کښې وویل: طالبانو تیره کال د دوحې له غونډې او له زندانونو یې د پنځو زرو بندیانو له آزادۍ وروسته ثابته کړه چې د صلحې نیت او اراده نه لري.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه چې نړیواله ټولنه دې په طالبانو اعتماد او باور نه کوي.

اشرف غني هم داشان په کابل باندې د راکټي حملو په غندلو سره څرګنده کړه: طالبان له جنګ او انسان وژنې لاس نه اخلي.

د ویلو ده چې نن سهار د لوې اختر د لمانځه په وخت د کابل ښار په مختلفو سیمو باندې درې راکټونه ولګیدل چې د ابتدايي رپورټونو له مخې یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او پړه یې هم چا نه ده منلې.

په افغانستان کښې نن لوې اختر لمانځل کیږي او تر شنبې یا خالي ورځې پورې رخصتۍ دي.