د افغانستان د کړکیچ اصلي لامل امریکا ده
د تبیان په نامه د ټولنیزو او کلتوري فعالیتو د مرکز او د آوا خبري آژانس مشر، امریکا د افغانستان د روان کړکیچ اصلي وجه او لامل وبلله
د تبیان په نامه د ټولنیزو او کلتوري فعالیتو د مرکز او د آوا خبري آژانس مشر، امریکا د افغانستان د روان کړکیچ اصلي وجه او لامل وبلله
د افغانستان غږ (آوا) خبري آژانس لیکلي چې حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري پرون په تهران کښې د (افغانستان، صلحه او پایداره امنیت) په موضوع سره آنلاین غونډه کښې وویل: امریکې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په پلمه په دوحه کښې له طالبانو سره د هوکړه لاسلیک کړه او داشان یې په افغانستان کښې د نوي کړکیچ او شخړو زمینه برابر کړې ده.
هغه زیاته کړه چې امریکې د افغانستان حالات او فضا داسې برابره کړه چې مونږ نن سبا په هیواد کښې د کروني جنګ او شخړو او د دغه کړکیچ کتونکي یو.
حجتالاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري همداراز په دې خبرې سره چې لویدیځوالو او په سر کښې یې امریکې په تیرو شلو کلونو کښې پر افغانانو جنګ تپلی دی، ټینګار وکړ: امریکې په دې موده کښې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت خلاف عمل او کارړنګونه کړې ده.