د افغانستان حکومت لوی اختر د افغان سرتیرو په نوم نومولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103274-د_افغانستان_حکومت_لوی_اختر_د_افغان_سرتیرو_په_نوم_نومولی_دی
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت افغان ځواکونو ته د مبارکۍ په ورکولو سره وویل: ځکه دا اختر د دوی په نوم یاد شوی چې تېر شل کاله بیا په ځانګړي توګه وروستۍ درې میاشتې یې د دفاع لپاره ګڼې قربانۍ ورکړي دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت لوی اختر د افغان سرتیرو په نوم نومولی دی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت افغان ځواکونو ته د مبارکۍ په ورکولو سره وویل: ځکه دا اختر د دوی په نوم یاد شوی چې تېر شل کاله بیا په ځانګړي توګه وروستۍ درې میاشتې یې د دفاع لپاره ګڼې قربانۍ ورکړي دی.

افغان ولسمشر وویل: اول ټولو افغان سرتېرو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. د سرتیرو له کورنیو نه مننه کوم چې خپل زړور بچیان یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي.

په افغانستان کې د رسنیو ګڼو افغان کاروونکو هم د افغان سرتیرو د ملاتړ په هدف خپل عکسونه د سرتیرو د ملاتړ په شعار او عکسونو ډیزاین کړي دي.

افغان حکومت داسې وخت دا اختر د سرتیرو په نوم یاد کړی چې د راپورونو له مخې د افغانستان په شااوخوا ۲۸ ولایتونو کې افغان پوځیان له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه بوخت دي.