طالبان:ترکیه دې د پوځیانو پر ځای ماهرین افغانستان ته ولېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103290-طالبان_ترکیه_دې_د_پوځیانو_پر_ځای_ماهرین_افغانستان_ته_ولېږي
طالبانو د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت منلو ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای د ماهرینو ډله افغانستان ته راولېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 09:27 Asia/Kabul
  • طالبان:ترکیه دې د پوځیانو پر ځای ماهرین افغانستان ته ولېږي

طالبانو د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت منلو ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای د ماهرینو ډله افغانستان ته راولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسټرالیا د ماموریت د پایته رسېدو لا میاشت پوره نه ده خو دغه هېواد ویلي چې افغانستان ته پر بېرته تګ غور کوي.

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، کله چې یې ډاډ تر لاسه کړ چې افغانستان ته له کومې امنیتي پېښې پرته بېرته ستنېدای شي نو دوی به ډېر ژر دغه هېواد ته لاړ شي.

هغه ویلي چې په دې اړه یې د نړۍ له ډېریو رهبرانو سره په جې-۷ غونډه کې خبرې اترې کړې دي.

د دې ترڅنګ چې وسله وال طالبان د بهرنیوعسکرو شتون د افغانستان د نیواک په معنا بولي، عام افغانان بیا وایي چې طالبانو د بهرنیو راتګ ته په خپله زمینه برابره کړې او اوس که جګړو همدا ډول دوام ورکړي نو بیا به دا چاره د دوی د لاسه تکرار شي.