طالبان غواړي لس زره ترهګر افغانستان ته راولي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تور لګولی وسلوال طالبان غواړي له پاکستانه د 'جیش محمد او لشکر طیبه' وسلوالو ډلو لس زره(۱۰۰۰۰) وسلوال افغانستان ته راولي.
زمونږ خبریال واييدافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تور لګولی وسلوال طالبان غواړي له پاکستانه د 'جیش محمد او لشکر طیبه' وسلوالو ډلو لس زره(۱۰۰۰۰) وسلوال افغانستان ته راولي.
ښاغلي غني کابل کې د افغانستان کومانډو ځواکونو ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې طالبان د پاکستان له مدرسو دستور اخلي او غواړي 'توره القاعده' یو ځل بیا افغانستان کې را ژوندۍ کړي.
نوموړي وویل: "یو وار مو ونه لیدل؟ اسامه بن لادن افغانستان سره څه درلودل؟ د اسامه لپاره یې څه خرابي رانه وړه؟ تاسې نن اسامه ضرب شل زره کړئ. دوی غواړي چې افغانستان د تروريستانو زانګو شي. زموږ اراده داده چې نه یې پرېږدو. ''
ولسمشر غني یو ځل بیا د افغان امنیتيځواکونو د وړتیاو په اړه ډاډ وښود او ټینګار یې وکړ چې د جګړې په ډګر کې بریالي دي.
له بلې خوا طالبانو د افغانستان د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی .
طالبان وایي، افغانستان کې دننه کافي ولسي ملاتړ لري.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد په یوه مرکه کښې د افغان ولسمشر تورونه رد کړي او وایي مقابل لوری چې کله کمزوری شي نو دا ډول پروپاګنډو ته مخه کوي.
نوموړی وایي، طالبان په افغانستان کې دننه دومره ولسي ملاتړ لري چې، د ده په ټکو، ان وسلې او مهمات نشي پسې رسېدلی، نو اړتیا نشته چې دا ډله دې له بهره جنګیالي ور وغواړي.
یاده دې وي چې طالبانو په تېر کې هم خپلو پوځي لیکو کې د القاعدې غړو او نورو بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی.
خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د څار کمیټۍ سږ کال دویم(2) ځل خپل کلني رپوټ کې ادعا کړې چې طالبان لا هم له القاعدې سره ټینګې اړیکې پالي.
طالبانو د امنیت شورا دا رپوټونه له حقیقت لېرې بللي او وایي، دغه موندنې سیاسي جنبه لري.
طالبانو له امریکا سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې ده چې پر خپله خاوره به بهرنیو ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي او د افغانستان خاوره به د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي .