که دین نه لري کم از کم پتمن ووسئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103322-که_دین_نه_لري_کم_از_کم_پتمن_ووسئ
د افغانستان په اړه د وروستي کلیپونو د خپرېدو په غبرګون کې د دې په ویلو سره چي که دین نه لری نو کم از کم پتمن ووسئ، ولیکل: دغه ترانه چي په یوه جلا مناسبت کې ویل شوي ولي د ایران پسې تړئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • که دین نه لري کم از کم پتمن ووسئ

د افغانستان په اړه د وروستي کلیپونو د خپرېدو په غبرګون کې د دې په ویلو سره چي که دین نه لری نو کم از کم پتمن ووسئ، ولیکل: دغه ترانه چي په یوه جلا مناسبت کې ویل شوي ولي د ایران پسې تړئ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ په یو ټوییټ کې ولیکل: هغه ترانه چي هم شاعر او هم سندر غاړي افغانان دي د ایران پسې تړي.

هغه زیاته کړه چي د دې ترانې ویونکی عبدالله اکبری او شاعر یې هم راشد مبارز دی.

تیره ورځ د سعودي رژیم پوري د تړلي رسني یو مشهور افغان خبریال د شهید اکبري د موسسې له لوري یوه جوړه شوې ترانه یې خپره کړه او ادعا یې وکړه چي دغه ترانه د ایران له لوري د طالبانو لپاره جوړه شوې ده.