په نننګرهار ولایت راکټي حمله شوې
د افغانستان د ننګرهار ولایت په سپین غر سیمې باندې پرون راکټي بریدونه شوي دي
د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي چې په دغه حمله کښې پنځه ماشومان وژل شوي دي.
د افغانستان یو سیمه ایز چارواکي محمد یاسین څرګنده کړه چې دغه راکټي برید د داعش ترهګرې ډلې د کسانو له خوا شوی دی.
خو طالبانو بیا د دې راکټي حملې پړه د افغانستان په حکومتي ځواکونو وراچولې ده.
دغه راکټي برید په داسې حال کښې شوی چې ولسمشر اشرف غني ننګرهار ولایت ته سفر کړی و.
د افغانستان ولسمشر له تیرو څو ورځو راهیسې د افغانستان ناامنه ولایتونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
د طالبانو پراخو حملو او د ځینو ولسوالیو له سقوط وروسته د امنیتي ځواکونو شاتګ، د افغانستان د خلکو، سیاسي او مذهبي ګوندونو او شخصیتونو اندیښنه راپارولې ده.
په عین حال کښې داعش ترهګره ډله هم په افغانستان کښې د خپلو فعالیتونو د پراخولو په موخه له وروستیو ناامنیو څخه ګټه پورته کوي.