د افغانستان او طالبانو مذاکراتي ډلو په قطر کښې سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103344-د_افغانستان_او_طالبانو_مذاکراتي_ډلو_په_قطر_کښې_سره_وکتل
د افغانستان د حکومت او طالب ډلې د مرکچي ټیمونو غړو په دوحه کښې په خپلې پرونۍ کتنې کښې، د بین الافغاني مذاکراتو په دوام او ګړندي کیدو باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2021 01:25 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د حکومت او طالب ډلې د مرکچي ټیمونو غړو په دوحه کښې په خپلې پرونۍ کتنې کښې، د بین الافغاني مذاکراتو په دوام او ګړندي کیدو باندې ټینګار وکړ

د افغانستان د حکومت او طالب ډلې د مرکچي ټیمونو غړو په دوحه کښې په خپلې پرونۍ کتنې کښې، د بین الافغاني مذاکراتو په دوام او ګړندي کیدو باندې ټینګار وکړ

د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم غړو پرون په دوحه کښې له طالبانو سره له ملاقات وروسته وویل چې دواړو لورو د خبرواترو د بهیر په دوام باندې ټینګار کړی دی.

په عین حال کښې د طالبانو ویاند محمد نعیم پرون وویل چې له ماسپښین مخکښې په دوحه کښې د دې ډلې او د افغانستان د حکومتي مرکچي ټیم د کسانو ترمینځ یوه غونډه وشوه او په کښې د خبرواترو د دوام، چټکتیا او د دغه بهیر د اغیزناک والي په هکله بحث وشه.

دا پرونۍ کتنه په داسې حال کښې شوې چې له افغانستانه د امریکې او ناټو د نیواکګرو ځواکونو د وتنې د بهیر له پيلیدو سره هممهاله، په قطر کښې د صلحې خبرې هم اودریدلې دي او په دغه هیواد کښې د جنګونو لمن پراخه شوې ده.