د اشرف غني له تګ پرته سوله ممکنه نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103402-د_اشرف_غني_له_تګ_پرته_سوله_ممکنه_نه_ده
د طالبانو د سیاسي پلاوي غړی ویلي چي، تر هغې اوربند نه کوي ترڅو اشرف غني له واک نه وي لیري شوي او پر یو نوي حکومت هوکړه شوې نه وي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 24, 2021 08:30 Asia/Kabul
  • د اشرف غني له تګ پرته سوله ممکنه نه ده

د طالبانو د سیاسي پلاوي غړی ویلي چي، تر هغې اوربند نه کوي ترڅو اشرف غني له واک نه وي لیري شوي او پر یو نوي حکومت هوکړه شوې نه وي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي، تر هغو چې د مذاکراتو له لارې ټولو لوریو ته د منلو وړ حکومت نه وي رامنځته شوی؛ نو سوله ناممکنه ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني تر لرې کېدو پورې به دوی جګړې ته دوام ورکوو.

د افغانستان حکومت د سهیل شاهین د خبرو په غبرګون کې ټینګار کړي چي طالبان دي لومړی له افغان وژنې لاس وخلي او بیا دې خپلي غوښتنې د مذاکراتو پر مېز مطرح کړي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود وایي: د حکومت تغیر اسانه کار دی، د افغانستان خلک به د رایو صندقونو ته لاړ شي او خپل برخلیک وټاکي.