طالبان:
موږ د افغان ولسمشر د لیري کېدو غوښتنه نه ده کړې
Jul 24, 2021 08:32 Asia/Kabul
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند اعلان وکړ چي دغه ډله د اوربند او د سولي د شرط په توګه د اشرف غني د لیري کېدو غوښتنه نه ده کړې.
په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وردک زیاته کړه چي طالبان د افغانستان د مسالې د سوله ایز حل په لټه کې دي او د خبرو اترو غوښتونکي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د طالبانو د سیاسي پلاوی جګپوری غړی سهیل شاهین اسوشیتید پرس ته ویلي وه چي تر هغه پوري اشرف غني لیري نه شي دغه ډله به اوربند نه وکړي.
ټیګونه