ننګرهار ولایت کښې کابو درې سوه پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې
په ننګرهار ولایت کې نزدې درې سوه ټولګټې پروژې په روان مالي کال کې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې ادارې د پروګرامونو مسئول محب الرحمن میاخیل وایي: په روان مالي کال کې د ننګرهار ولایت لپاره ۱۳۳۶ پروژې په پام کې نیول شوې وې چې ورڅخه تر اوسه ۲۸۵پروژې چې ټولیز لګښت یې خواوشاه اته سوه ملیونه افغانۍ کیږي بشپړې شوي او ګتې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي وویل په دې پروژو کې بنسټیز دیوالونه، داوبو سربندونه، کانالانونه، د څښاک د پاکو اوبو برابرول، فرعي سړکونه، د ښوونځیو او جوماتونو ودانۍ او د بریښنا تولید واړه بندونه شامل دي.
محب الرحمن میاخیل زیاته کړه چې پر ۵۷۲ نورو پروژو چې ټولیز لګښت یې یو ملیارد او اته سوه ملیونه افغانۍ کیږي کار روان دی چې د روان مالي کال تر پایه به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د نوموړي پر وینا، له دغه پروژو زرګونه کورنۍ په مخامخ او نا مخامخ ډول ګټه پورته کوي او زرګونو کسانو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې د پروګرامونو مسئول همدارنګه وویل : له دغو پروژو څخه پر ۴۷۹ پروژو د نا معلومو دلایلو له مخې چې هغه یی په اړه معلومات ورنکړل کار نه دی پېل شوی.