د افغان لورو ترمېنځ خبرو اترو ته د طالب ډلې ګروهنه
طالب ډلې خبرې اترې د افغانستان لپاره د حل لارې موندلو يوازېنۍ لار وبلله.
د طالب ډلې وياند محمد نعيم وردګ په دوحه کښې د افغان ښکېلو لورو ترمېنځ په خبرو اترو کښې د تصويب شوې طرحې د اجرا په ضرورت باندې په تاکيد سره وويل: له شروع راهسې د دې کتونکي يوو چې ترټولو غوره حل لاره د خبرو اترو په ذريعې ترلاسه کېدې شي.
هغۀ د طالب ډلې تر کنټرول لاندې سيمو د زياتېدو په اړه هم وويل، هغه سيمې چې له طالبانو سره يوځاے شوې دي په رضاکارانه توګه دي.
طالبانو له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو له اعلان او بندون ته د صلحې د خبرو اترو له رسېدو سره په يو وخت تر خپل کنټرول لاندې سيمو د زياتولو لپاره جنګ جګړو ته زور ورکړےدے.
په دې اړه د طالب ډلې د وياند څرګندونې چې خبرې اترې د افغانستان د مسائلو يوازېنۍ حل لاره ده د دغه هېواد د مشکلاتو د ختمولو په خاطر د سياسي بهير د تعقيبولو لپاره د دغې ډلې نوې اراده د هيله منېدو نښه کېدې شي.
د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې د طالب ډلې د پرمختګونو په جوبن کښې د قطر په پائتخت دوحه کښې په تېرو ورځو کښې د افغان حکومت او طالب ډلې د خبرو اترو شروع کېدو د افغانستان د خلقو ترمېنځ هيله او اميد رامنځته کړے دے چې طالبان به د جنګ د ختمولو او صلحې د ټينګښت په لاره کښې مضبوط ګام اوچت کړي.
په داسې حالاتو کښې چې د طالب ډلې وياند د افغانستان د مشکلاتو د هواري لپاره د پرېکنده لارې په توګه د خبرو اترو د اصل په باره کښې د دغې ډلې د تګلارې په اړه خبره کړې ده دا هيله کيږي چې دغه ډله پکار دے په عمل کښې هم وښئ چې په دغه دريځ باندې پابنده ده.
په قطر کښې د افغانستان له حکومت سره د صلحې د خبرو اترو له شروع کېدو سره د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې د طالب ډلې د پراخو حملو د دوام يووخت والي په اعلان شويو سياستونو باندې د دغې ډلې د پابندۍ په باره کښې د افغانستان د خلقو ترمېنځ اندېښنې دوه چنده کړې دي.
دا هيله شته چې طالبان به په افغانستان کښې د اوسنيو مشکلاتو او خنډونو د ختمولو لپاره له افغان ډلو سره د خبرو اترو په اصل باندې د تاکيد په لار کښې په دغه هېواد کښې تاوتريخوالي کم کړي او د خبرو اترو په بهير کښې د پرمختګونو اندازه به زياته کړي.
په اوس حال کښې تر کنټرول لاندې سيمو د زياتولو لپاره د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې د طالب ډلې پرمختګونه د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې له پرمختګونو زيات دي.
نو طالبان د هغه څه له مخې چې د دغې ډلې وياند د افغانستان د مشکلاتو د هواري لپاره له مختلفو افغان ډلو سره د خبرو اترو اصل ته د پاملرنې د لازموالي په باره کښې پرې تاکيد کړے دے پکار دے په اوسنۍ رويه کښې بدلون راولي او په ولايتونو کښې د پرمختګ په ځاے د دغه هېواد له حکومت سره د خبرو اترو په فضاء کښې پرمختګ په خپله اېجنډا کښې راولي.
په تېره بيا دا چې د طالب ډلې يو بل وياند سهېل شاهين هم ويلي دي چې دغه ډله په کابل باندې د حملې او په افغانستان کښې په اقتدار باندې د قبضې کولو څه اراده نه لري.
د طالب ډلې د دوو وياندويو محمد نعيم وردګ او سهېل شاهين څرګندونو ترڅنګه اېښودنه دا مطلب اخېسته رامنځته کوي چې دغه ډله غواړي په افغانستان کښې سياسي بهير ته د فوځي بهير ځاے ورکړي.
البته پکار دے پاملرنه اوشي چې د صلحې لپاره د خبرو اترو په اړه يوازې د طالب چارواکو څرګندونې او دريځ نيونې د افغانستان خلق او حکومت نه شي قانع کولې او د هغوي لپاره ضروري اعتماد نه شي رامنځته کولې.
که طالب ډله د صلحې لپاره د خبرو اترو بهير ته په موثره توګه داخلېدو لپاره په رښتيا اراده لري نو پکار دے له تاوتريخوالي او تشدده لاس واخلي او هم هغه ډول چې سهېل شاهين ويلي دي پکار دے په افغانستان کښې په اقتدار کښې د يو داسې حکومت د راتلو په لار کښې کوشش وکړي چې په دغه هېواد کښې د ټولو لورو د تائيد وړ وي.
-------------