سپین بولدک کې د ملکیانو وژنه جنګي جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103478-سپین_بولدک_کې_د_ملکیانو_وژنه_جنګي_جنایت_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان لویه څارنوالي وایي د رسنیو او نړیوالو بنسټونو د هغو رپوټونو پلټنه کوي چې وایي څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې لسګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او بیا وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 01:59 Asia/Kabul
  • سپین بولدک کې د ملکیانو وژنه جنګي جنایت دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان لویه څارنوالي وایي د رسنیو او نړیوالو بنسټونو د هغو رپوټونو پلټنه کوي چې وایي څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې لسګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او بیا وژل شوي دي.

لویې څارنوالۍ یکشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، "دا پېښه د نړیوالو تړونونو په رڼا کې نړیوال جرم دی او د افغانستان جزا کوډ هم د نسل وژنې او جنګي جنایت په توګه جرم بللی دی".

د افغانستان کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ادعا کړي وه چې طالبانو د کندهار سپین بولدک له نیولو وروسته سلګونه ولسي کسان له کورونو په زوره ایستلي او لسګونه یې وژلي دي.

د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي وو د شاوخوا سلو(100) هغو کسانو چې طالبانو نیولي وو، مړي موندل شوي دي او پاتې شاو خوا درې سوه(300) نور لاهم تري تم دي.

د نوموړي په وینا، وژل شوی او تري تم شوی کسان ولسی خلک دي چې ځینو یې پخوا له حکومت سره کار کړی و، خو اوس یې کومه دنده نه لرله.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له خوا په لوی شمېر کې د ولسي کسانو د نیولو او وژلو خبره بې بنسټه بللې وه. ښاغلی مجاهد په دې اړه ویلي وو:

''په ډاډ سره ویلای شم، چې سپین بولدک کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. داسې امکان هم نه لري چې سلګونه کسان بې درکه شوي وي، یا تالاشي شوې وي، یا څوک نیول شوي وي، دا له واقعیته لېرې خبرې دي. ''

 

د عکس سرچینه،TALIBAN

د افغانستان لویې څارنوالۍ خپله اعلامیه کې ویلي، "دولت مکلف دی، چې د افغانانو د ځان، مال او حیثیت دفاع وکړي او ټول ملي او نړیوال جرایم چې په دې خاوره کې پېښېږي، په جدي توګه وارزوي" .

لویې څارنوالۍ ویلي، افغان امنیتي او کشفي ادارې به د سپین بولدک پېښه د جرمونو نړیوالې څارنوالۍ سره په همغږۍ پلټي او خپل رپوټ به له یاد بنسټ سره شریکوي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم په کندهار کې د ولسي وګړو د وژنو رپوټونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې.

همدا راز ملګرو ملتونو دې پېښو ته په کتو ویلي چې د کندهار په ګډون په ښاری سیمو کې جګړې ولسي وګړو ته لوی ګواښ متوجه کړی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یوه بیانیه کې یو ځل بیا له ټولو خواوو غوښتي چې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.