اشرف غني په افغانستان کښې د جمهوریت په ساتنې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103524-اشرف_غني_په_افغانستان_کښې_د_جمهوریت_په_ساتنې_ټینګار_وکړ
د افغانستان ولسمشر د خپل هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هیواد کښې به یې ولسواکه نظام وساتلی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2021 02:54 Asia/Kabul
  • اشرف غني په افغانستان کښې د جمهوریت په ساتنې ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر د خپل هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هیواد کښې به یې ولسواکه نظام وساتلی شي.

د افغانستان ولسمشر د خپل هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هیواد کښې به یې ولسواکه نظام وساتلی شي.

محمد اشرف غني پرون په یوه وینا کښې زیاته کړه: که څه هم افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ له یرغل سره مخامخ دی خو د دې هیواد خلک دې ډاډه اوسي چې جمهوریت به وساتل شي.

هغه څرګنده کړه: سره له دې چې په روان کښې کښې له کرونا او جنګ سره مخامخ یو خو درې فیصدي ګراني او یو فیصد اقتصادي وده د افغانستان لپاره ښه ده.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کښې وکړې چې په تیرو دریو میاشتو کښې د افغانستان په ډیرو سیمو کښې د حکومتي ځواکونو پر سنګرونو د طالبانو حملې زښتې زیاتې شوې دي.

دغه خبر زیاتوي چې که څه هم طالب وسله والو ډیر جنګي پرمختګونه کړي دي خو د افغانستان حکومت توانیدلی چې مقاومت وکړي او د طالبانو په لاس نیولې شوې ډیرې ولسوالۍ بیرته آزادې کړي.