صالح: د کندهاري ټوکمار خاشه ځوان په وژلو غبرګون وښوده
افغان حکومت وايي وسله والو طالبانو په کندهار کې د فضل محمد په نوم یو پولیس چې د خلکو تر منځ په “خاشه ځوان” مشهور و، له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغان ولسمشر غني لومړى مرستيال امرا...صالح له صحرايي اعدام او وژنې وړاندې د کندهاري ټوکمار “خاشه ځوان” ځورونې او وهلو په غبرګون کې وايي، د طالبانو په پرتله د حفيظ امين رژیم څو ځله باشرفه او قانون درلود.
هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “له نښو او ثبوت په وضاحت سره راڅرګندېږي چې د طالبانو په پرتله د حفيظ ا... رژیم څو ځله باشرفه او قانون يې درلود. د کندهاري خاشه ځوان له صحرايي اعدام محکمې مخکې ويډيو ښيي چې طالب نه شريعت ته پابند دي. نه محکمه لري، نه قانون لري او نه انسانيت. دغه ډله جاهله او وحشت جوړونکې ده. دغه ويډيو د دې لامل کېږي چې مونږ ټول له پخوا لا زيات کلک او د جاهل او وحشت پر وړاندې چې د افغانستان د مادي او معنوي لاسته راوړنو له منځه وړل دي متحد شو. د افغانستان د هنر، ادبیاتو او د مدني ټولنې له فعالانو غواړم چې بيا هم خپل غږ اوچت کړي
افغان حکومت وايي وسله والو طالبانو په کندهار کې د فضل محمد په نوم یو پولیس چې د خلکو تر منځ په “خاشه ځوان” مشهور و، له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
خاشه ځوان خوشحاله طبعه لرله او کله کله به یې ټوکې کولې چې خلکو به ویډیوګانې ورڅخه ثبتولې او پر ټولنیزو رسنیو یې خپرولې.
د هغه جسد د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې موندل شوی و.
نوموړي ته نژدې سرچينو ويلي، وسله والو طالبانو درې شپې مخکې د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شریف په سیمه کې فضل محمد چې په خاشه ځوان مشهور و له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، د نوموړي جسد په داسې حال کې په یوه دښته کې موندل شوی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي وو او پر سر په مرمیو ویشتل شوی و.