د افغانستان د ملي ګټو خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103560-د_افغانستان_د_ملي_ګټو_خلاف_هر_ډول_تبلیغ_جرم_ګڼل_کېږي
ستانکزي وویل، چې هغه څلور تنه خبريالان، چې په کندهار کې د دولت دښمن ته د تبليغ په تور نيول شوي دي قضیې یې تر څېړنې لاندې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2021 02:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي ګټو خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کېږي

ستانکزي وویل، چې هغه څلور تنه خبريالان، چې په کندهار کې د دولت دښمن ته د تبليغ په تور نيول شوي دي قضیې یې تر څېړنې لاندې دي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي، حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی، خو د قانون په چوکاټ کې.

د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، د افغانستان د ملي ګټو خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کېږي او عاملین به یې نیول کېږي.

ستانکزي وویل، چې هغه څلور تنه خبريالان، چې په کندهار کې د دولت دښمن ته د تبليغ په تور نيول شوي دي قضیې یې تر څېړنې لاندې دي.

نوموړی زیاتوي، د نیول شویو خبریالانو قضیې تر څېړنې لاندې دي او له دوی سره به د قانون په چوکاټ کې چلند ترسره شي.

په ورته وخت کې د نی ادارې د کندهار څانګې مشر عبدالسمېع غیرتمل رسنیو ته ویلي، چې څلور افغان خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو، چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول.

د کندهار د ملي امنیت له خوا په نیول شوېو خبریالانو کې د ملت غږ په نوم د یوې راډیو درې خبریالان بسم ا... وطندوست، قدرت سلطاني او مجیب عبیدي او د شینهوا خبري اژانس عکاس ثناا...سیام شامل دي.

بل لورته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم په خپل ټوېټر لیکلي وو، افغان حکومت دا خبریالان د دې لپاره نیولي، چې د ده په خبره په حقایقو پسې ګرځېدل او د پېښو د سپیناوي کوښښ یې کاوه.