طالبانو د هرات په انجیل ولسوالۍ حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103570-طالبانو_د_هرات_په_انجیل_ولسوالۍ_حمله_وکړه
څو تنه طالب وسله وال د افغانستان په هرات ولایت کښې په انجیل ولسوالۍ باندې په حمله کښې وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2021 08:24 Asia/Kabul
  • طالبانو د هرات په انجیل ولسوالۍ حمله وکړه

څو تنه طالب وسله وال د افغانستان په هرات ولایت کښې په انجیل ولسوالۍ باندې په حمله کښې وژل شوي دي.

څو تنه طالب وسله وال د افغانستان په هرات ولایت کښې په انجیل ولسوالۍ باندې په حمله کښې وژل شوي دي.

افغان غږ خبري آژانس لیکلي چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ساوه سیمې باندې د طالبانو حمله د افغانستان د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوې ده.

حکومتي سرچینو په دغه حمله کښې د ۱۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د افغانستان د سیمه ایزو سرچینو د رپورټونو له مخې د اوو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کښې پاتې دي.

دغو رسینیو په یاده نښته کښې د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفاتو ته کومه اشاره نه ده کړې او طالبانو هم په دې هکله خوله ګنډلې ده.