د افغانستان ښوونځي پرانستی شول
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د صحي تګلارو د چوکاټ دننه ښونځي بیا پیل شول
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د صحي تګلارو د چوکاټ دننه ښونځي بیا پیل شول
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د دریمې څپې لړۍ هم روانه ده ، د دې هیواد د پوهنې وزارت د عامې روغتیا وزارت له صلاح مشورو وروسته د افغانستان په سړو او ګرمو سیمو کې د ښونځیو د بیا پیلیدو اعلان وکړ.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نجیبه آرین له تهران راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې په سړو سیمو کې د زمري په (۲) دویمه او په ګرمو سیمو کې د زمري په (۶) شپږمه نیټه ښونځیو ته زده کوونکي دننه شول.
نوموړې زیاتوي چې په ګرمو سیمو کې د تیرې شوې آزموینې (۵) مضمونونه پاتې وو ځکه زده کوونکو ښونځيو ته تګ په آزموینو پیل کړ. وروسته له (۵) آزموینو څخه به په یادو سیمو کې د پخوا په شان د اوړي رخصتۍ پیل شي او په سړو سیمو کې د زمري (۶) د روان کال نیمايي آزموینې پیلیږي او دعامې روغتیا وزارت صحي سپارښتې به په ټولو زده کوونکو عملي کیږي.