افغان حکومت چین ته دطالبانو دپلاوي په سفرغبرګون وښود
د چین حکومت بیجینګ ته د سفر لپاره د طالبانو پلاوي ته د بلنې موخه په افغانستان کې په امنیتی وضعیّت ،د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهه ګرو په شتون د بیجینګ دحکومت اندیښنې او د غه راز دسولې له خبرواترو او له سیاسی موافقې دبیجینګ دحکومت ملاتړ دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان خارجه وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره چین ته د طالبانو ډلې د پلاوي د سفر په باب وئیلي دي ،بیجینګ له دغه سفره مخکې د افغانستان حکومت خبر کړی ؤ .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، د چین حکومت بیجینګ ته د سفر لپاره د طالبانو پلاوي ته د بلنې موخه په افغانستان کې په امنیتی وضعیّت ،د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهه ګرو په شتون د بیجینګ دحکومت اندیښنې او د غه راز دسولې له خبرواترو او له سیاسی موافقې دبیجینګ دحکومت ملاتړ دی .
ددغه راپور په اساس ، دچین چارواکو دطالبانو له پلاوي سره په کتنې کې په افغانستان کې د طالبانو په وروستیو حملو چې د سلګونو بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلو او دزرګونو خلکو دبې کوره کیدا لامل شوي ، خپله اندیښه څرګنده کړې ده او له طالبانو ئې غوښتي دي ،څو سیاسی حل لارې ته دې غاړه کیږدي او له سیمه ایزو اونړیوالو ترهه ګرو سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي . د طالبانو یو نهه کسیز پلاوی د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د چین په رسمي بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی دی . طالبانو په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته خپل تاؤریخوالي په ا وڅاره توګه زیات کړي او د دوي په حملو کې په لسګونو ولسوالۍ نسکورې شوي او په سلګونو عامو خلکو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي .