افغانستان ته دترهه ګرو واریدیدل به خطرناکې پایلې ولري  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103598-افغانستان_ته_دترهه_ګرو_واریدیدل_به_خطرناکې_پایلې_ولري
د  ملګروملتو استازي دیبرالاینز پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې وئیلي دي ،نړۍ د طالبانو کړچار له نزدې څاري  او  دافغانستان د اوږدمهاله  مسئولوباندې د غور لپاره باید  دسولې خبرې اترې په جدي اوصداقت سره پیل شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 29, 2021 02:12 Asia/Kabul
  • افغانستان ته دترهه ګرو واریدیدل به خطرناکې پایلې ولري  

د  ملګروملتو استازي دیبرالاینز پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې وئیلي دي ،نړۍ د طالبانو کړچار له نزدې څاري  او  دافغانستان د اوږدمهاله  مسئولوباندې د غور لپاره باید  دسولې خبرې اترې په جدي اوصداقت سره پیل شي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  دافغانستان ولسمشر اشرف غني  خبرداری ورکړی،طالبان له نړیوالو ترهه ګرو  ډلو سره  بشپړ ارتباط لري  او افغانستان ته به د ترهه ګرو ډلو  او چینلونو  واریدیدا   جنګ ته  نوي سیمه ایز او نړیوالو اړخونه وبخښي .

اشرف غني جوته کړې ده ، د طالبانو لپاره  دحل یوازینۍ لاره  سیاسی موافقه ده  چې  ددغه هیواد د  ښاریزو له خوا به ومنل شي .

 د افغانستان ولسمشر وئیلي دي  هماغه ډول چې په درستې نړۍ کې د اسلام سترو عالمانو هم وئیلي دي ،هغه جنګ چې  طالبانو وړاندې کړی دی ، هیڅ ډول دیني او  مذهبی اړخ نه لري .دوي باید روغې جوړې ته کیني او په  دغه جنګ ځپلي هیواد کې دې نوره د  ولس وینه نه بهوي  او  له خپلو تاؤتریخوالو او جنجالونو دې لاس په سر شي .  

داپه داسې حال کې د ي چې  په افغانستان کې د  ملګروملتو استازي دیبرالاینز پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې وئیلي دي ،نړۍ د طالبانو کړچار له نزدې څاري  او  دافغانستان د اوږدمهاله  مسئولوباندې د غور لپاره باید  دسولې خبرې اترې په جدي اوصداقت سره پیل شي .