افغانستان ته دترهه ګرو واریدیدل به خطرناکې پایلې ولري
د ملګروملتو استازي دیبرالاینز پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې وئیلي دي ،نړۍ د طالبانو کړچار له نزدې څاري او دافغانستان د اوږدمهاله مسئولوباندې د غور لپاره باید دسولې خبرې اترې په جدي اوصداقت سره پیل شي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی،طالبان له نړیوالو ترهه ګرو ډلو سره بشپړ ارتباط لري او افغانستان ته به د ترهه ګرو ډلو او چینلونو واریدیدا جنګ ته نوي سیمه ایز او نړیوالو اړخونه وبخښي .
اشرف غني جوته کړې ده ، د طالبانو لپاره دحل یوازینۍ لاره سیاسی موافقه ده چې ددغه هیواد د ښاریزو له خوا به ومنل شي .
د افغانستان ولسمشر وئیلي دي هماغه ډول چې په درستې نړۍ کې د اسلام سترو عالمانو هم وئیلي دي ،هغه جنګ چې طالبانو وړاندې کړی دی ، هیڅ ډول دیني او مذهبی اړخ نه لري .دوي باید روغې جوړې ته کیني او په دغه جنګ ځپلي هیواد کې دې نوره د ولس وینه نه بهوي او له خپلو تاؤتریخوالو او جنجالونو دې لاس په سر شي .
داپه داسې حال کې د ي چې په افغانستان کې د ملګروملتو استازي دیبرالاینز پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې وئیلي دي ،نړۍ د طالبانو کړچار له نزدې څاري او دافغانستان د اوږدمهاله مسئولوباندې د غور لپاره باید دسولې خبرې اترې په جدي اوصداقت سره پیل شي .