کونړ کښې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103608-کونړ_کښې_د_طالبانو_د_سرې_قطعې_قوماندان_ووژل_شو
افغان چارواکو په کونړ کښې د طالب ډلې د سرې قطعې د قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2021 09:49 Asia/Kabul
  • کونړ کښې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

افغان چارواکو په کونړ کښې د طالب ډلې د سرې قطعې د قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوت له مخې د افغانستان دکورنيو چارو د وزارت وياند ميرويس ستانکزے وايي دکونړ ولايت لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان پامير له ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.دکونړولايتي ادارې او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل پلو دکونړ ولايت له غازي اباد او ناړې ولسوالیو څخه د ولايت مرکز اسداباد ښار ته راګډه شوې لسګونه کورنی په ډېر بدحالت کښې شتون لري. په ولسي جرګه کې د کونړ د خلقو استازي نعمت الله کرياب چې پخپله هم دناړې ولسوالی اوسیدونکی دے له مرکزي حکومت او شتمنو افغانانو غوښتي چې د دغو کورنيو چې ډیرې يې ښځې او ماشومان دي مرستې ته ورودانګي