د امنیتي وضعیت په کابو کولو د افغان ولسمشر تاکيد
Jul 30, 2021 16:26 Asia/Kabul
ارګ ماڼۍ وائي، ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد عمومي امنیتي حالت وجاجوۀ او د افغانستان امنیتي او دفاعي سېکټر مسوولینو ته د حالاتو د ښه کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د افغانستان له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې پرون مازیګر محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي سېکټر چارواکو سره د هېواد په روان امنیتي حالت ناسته وکړه چې امنیتي چارواکو د وضعت د کابو کولو لپاره خپل پلانونه له ولسمشر سره شریک کړل.
محمد اشرف غني یادو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د روان وضعیت د کابو کولو او د مخالفو سلوالو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د صلحې خبرو ته دوام ورکړي.
ټیګونه