جنګ پر افغانانو تپل شوے دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103756
افغان ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې د هېواد روان امنیتي وضعیت په تړاو ځانګړې ناستې ته د وینا په مهال وویل جنګ په افغانانو تپل شوے دے او د دې جنګ په وړندې اودرېدل د ټولو افغانانو ذمه واري ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 02, 2021 14:23 Asia/Kabul
  • جنګ پر افغانانو تپل شوے دے

افغان ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې د هېواد روان امنیتي وضعیت په تړاو ځانګړې ناستې ته د وینا په مهال وویل جنګ په افغانانو تپل شوے دے او د دې جنګ په وړندې اودرېدل د ټولو افغانانو ذمه واري ده.

افغان ولسمشر محمداشرف غني زیاته کړه افغانان له ښکاره تجاوز سره مخ دي او امنیتي او دفاعي ځواکونه د تپل شوې جګړې په ډګر کښې په لوړ مرال سره جنګېږي.

د جمهورییس په خبره د پایدارې صلحې په هدف لویه قرباني ورکړل شوه او د دې لپاره ډېره نرمي وښودل شوه؛ خو طالبانو دا د حکومت کمزوري وګڼله او جګړه یې په افغانانو وتپله.

هغه  د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې د ملي یووالي لپاره ګډ کار وکړي چې د هېواد دښمنانو ته یو پرېکنده ځواب وویل شي.

ولسمشر زیاته کړه اوس وخت ددې دی چې افغانان له سلامتیا او ملامتیا څخه تېر شي او په یووالي سره افغانستان له نابودۍ څخه وژغوري.

جمهوررییس غني همدارنګه له طالبانو یو ځل بیا وغوښتل چې د افغانانو له دښمنۍ لاس واخلي، جګړه خمته او د خبرو اترو مېز ته دې کښېني او که نه وي نود جنګ په مېدان کښې به يې ګونډې ورماتې کړوو.