په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۴۵۵ طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103758-په_تېرو_۲۴_ګېنټو_کښې_۴۵۵_طالبان_ووژل_شول
د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په یو شمېر سیمو کښې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2021 10:05 Asia/Kabul
  • په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۴۵۵ طالبان ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په یو شمېر سیمو کښې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې په تېرو ۲۴ ګېنټو کښې ۴۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳۲نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، هرات، فریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند،تخار، کندز، بلخ او کاپیسا ولایتونو کښې اوښتې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.