پاکستان د افغانستان د طالبانو ډلې پوځي ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103978-پاکستان_د_افغانستان_د_طالبانو_ډلې_پوځي_ملاتړ_کوي
نیوز ویب اینډیا خبري سایټ راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمي استازي له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته پاکستان د طالبانو له جنګي ماشین څخه په ملاتړ تورن کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 06:00 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د طالبانو ډلې پوځي ملاتړ کوي

نیوز ویب اینډیا خبري سایټ راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمي استازي له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته پاکستان د طالبانو له جنګي ماشین څخه په ملاتړ تورن کړ .

په ملګروملتونو کښې د افغانستان استازي غلام اسحاق زي د خپل هیواد په حالاتو باندې د غور او بحث لپاره د امنیت شورا په غونډې کښې د افغانستان د ولایتونو او د ښارونو د نیولو لپاره د لشکر طیبه او د طالبانو په شمول د ډلو د ګډو عملیاتو په هکله خبرداری ورکړ .

اسحاق زي په دې خبرې سره چې طالبان له خپلې امنه سیمې او له پاکستان څخه د مرستو له ترلاسه کولو خوند اخلي وویل دا یوازې د ملګروملتونو د امنیت شورا د نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) پریکړه لیک خلاف ورزۍ نه ده بلکې له پاکستان سره د اړیکو په ټینګیدا باندې د بې اعتمادۍ هم  سبب کیږي .

په ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمي استازي غلام اسحاق زي وویل په افغانستان کښې د جنګونو او د نښتو دوام به د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ وي او څه د پاسه لس زره (۱۰۰۰۰) خارجي جنګیالي چې له شلو(۲۰) ترهګرو ډلو سره اړه لري په افغانستان کښې له خلکو او حکومت سره د جنګ په حال کښې دي .

د هندوستان استازي هم د ملګروملتونو په غونډې کښې وویل باید هغه هیوادونه مسول وبولو چې ترهګرو ډلو ته مالي مرستې ورکوي او د هغوې وسلې او تجهیزات تامینوي او له نومړیو هیوادونو  څخه باید پوښتنه وشي .

هغه د پاکستان نوم ته له اشارې پرته وویل په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدا لپاره په سیمه کښې د ترهګرو ډلو امن ځایونه باید ختم شي او له ترهګرو ډلو سره د مرستو کړۍ غوڅه شي .