امنیت شورا د طالبانو د غندلو په هکله غور کوي
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو امنیت شورا د یوې (۱) بیانیې په مسودې باندې د غور په حال کښې ده چې د افغانستان په ښارونو او ښارګیو باندې د طالبانو بریدونه چې د ملکي وګړو د زیاتې وژلې سبب کیږي وغندي او په دغه ډلې باندې د بایکاټ د لګولو ګواښ کوي .
د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د طالبانو د غندلو د بیانیې مسوده چې د استونیا او د ناروې هیوادونو لخوا برابربه شوي ده او رویټرز خبري اژانس د دغه بیانیې د کتلو ادعا کړي ده باید د امنیت شورا د ټولو پینځلسو (۱۵) غړیو کلي موافقت ترلاسه کړي .
په دغه بیانیې کښې ویلي شوي دي په ملګروملتونو کښې د افغانستان اسلامي امارت چې اشاره یې د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته د نولس سوه شپږنویم (۱۹۹۶) میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې جوړ شوي حکومت ته وه په رسمیت نه دی پیژندل شوی او او په دوام کښې ویل شوي ملګري ملتونه په افغانستان کښې د داسې حکومت چې د پوځي ځواک له لارې وتپل شي ملاتړ نه کوي او نه یې وکړي .
د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ډبورا لیونس تیره اونۍ د سیاسي حل په هکله د طالبانو ژمنه تر پوښتنې لاندې وروستله او امنیت شورا ته یې وویل چې د افغانستان جنګ ورانونکي پړاو ته ورننوتلی دی .