په کابل او نورو ښارونو کښې د محرم دستورې وشوې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان پلازمینه کابل او نور ښارونه د محرم د میاشتې له رارسیدا سره په یووخت له حضرت امام حسین علیه السلام سره د عشق د ښکلیو ورایښتونو او جلوو کتونکي دي .
د افغانستان خلکو د پلازمینې کابل په څو سیمو کښې سره او شنه بیرغونه چې یا ابا عبدالله الحسین علیه السلام ورباندې لیکل شوي په خپلو کورونو باندې ولګول او دغه حسیني ولوله د کابل په واټونو کښې لیدلی شو .
په کابل په تیره بیا لویدیځه برخه کښې په جوماتو او امامباړو کښې د روغتیايی چارو په رعایتولو سره د دغه هیواد داسې زلمي او ځوانان وینو چې د کربلا د شهیدانو په غم کښې یې د ویر مراسم وکړل او نوحې یې ولوستلې .
د افغانستان خلکو چې د جنګونو له کبله سختې ورځې تیروي د سید الشهد علیه السلام لپاره ماتم کول خپله دنده ګڼي .
د افغانستان په ځینو ښارونو کښې د محرم د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د ویر دستورې پیل شوي دي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د محرم د میاشتې د امنیتي غږملتیا د کمیسیون او د شیعه علماو د شورا له غړیو سره په کتنې کښې له حسیني عاشورا څخه په بیلګې اخیستلو باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل د عاشورا پیغام د ازادۍ د عزت د لوړۍ او د ذلت د نه منلو پیغام دی او نن سبا د عاشورا پیغام د افغانستان د خلکو لپاره ډیر اهمیت لري .
حضرت امام حسین علیه السلام په کربلا کښې په بې ساري قربانۍ ورکولو سره د ټولې دنیا خلکو ته د عزت او ازادۍ درس ورزده کړ .