د ملګروملتو امنیت شورا دې بیړنۍ غونډه جوړه کړي
د عبدا... عبدا.... غوښتنه په داسې حالاتو کې ده چې له دې مخکې ملګروملتو امنیت شورا په افغانتسان دنښتو په زیاتیدا پسې،ددغه هیواد په باب یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړې ده .
زمونږ خبریال د ټي آر ټي له قوله راپور راکړ،د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا دفتر وئيلی دي ، د ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا....عبدا....د افغانستان په باب په یوې سیمه ایزې غونډې کې پخپلې وینا کې وئیلي دي ، د افغانستان وضعیت بحراني دی او دښاریزو بریاوې له ګواښ سره مخامخ دي او باید امنیت شورا دې ددغه هیواد دترینګلو حالاتو د ارزونې لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړي .
هغه زیاته کړې ده ،طالبانو په وروستیوحملو کې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي او دغه راز ئې په لکونو نوره کډه په سر کړي دي او اوس وخت رارسیدلی چې د ملګروملتو امنیت شورا دبیړنۍ غونډې په ترسره کولو سره دافغانستان بحراني حالات و ارزوي .
د عبدا... عبدا.... غوښتنه په داسې حالاتو کې ده چې له دې مخکې ملګروملتو امنیت شورا په افغانتسان دنښتو په زیاتیدا پسې،ددغه هیواد په باب یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړې ده .طالبانو په همداووروستیو کې د افغانستان په شمال ،ختیځ ،جنوب او لویدیځ کې خپلې حملې په ناڅاپي ډول زیاتې کړي او زیاتره سیمې ئې په کنټرول کې راوستي چې اوس ئې د کابل په لور مخه کړې ده او خلکو او حکومتي مسئولانو او چاروالو ته ئې د عامه بخښنې اعلان هم کړ ی دی .